کابل کې د غوايي د ۷ او ۸ ورځو ضد لاریون وشو

د خپرېدو وخت

په کابل کې د یوه سیاسي ګوند لسګونه کسانو د ثور/غوايي اوومه او اتمه ورځې وغندلې.

مظاهره کوونکو له ځانه سره د مخکنیو مجاهدینو د مشرانو، د خلقیانو او پرچمیانو او د طالبانو د ځینو مشرانو عکسونه لېږدول او د هغوی د محاکمه کېدو غوښتنه یې کوله.

ددغه لاریون سمبالوونکو ویل چې امریکا او د کابل حکومت ددې پرځای چې جنګي عاملین محاکمه کړي، هغوی ته یې واک ورکړی کړی.

د کابل له پامیر سینما پیل شوي په دغه لاریون کې نجونو او زلمیانو هم ګډون کړی و.

لاریون کوونکو د مجاهدینو د مخکنیو مشرانو او کمونیستي نظام د ځینو غړو سربېره د ولسمشر کرزي او د هغه د مرستیالانو پر عکسونو هم چلیپا راکښلې وه.

د افغانستان د همبستګۍ د ګوند له لوري د لاریون سمبالوونکو ویل په پام کې وه، چې دغه لاریون د وري پر اوومه او اتمه وکړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د افغانستان د تېرې لسیزې جګړې نه وړاندې هم د لاریونونو په بڼه غندل شوې، خو د کابل په زړه کې د پخوانیو مجاهدینو او خلقي رژيم او ان د طالبانو د ځينو مشرانو عکسونو ته اور ورته کول د لاریون په شکل یوه نوې پدیده ده.