کروکر: که جګړه بس کړو، طالبان یې نه ختموي

رایان کروکر
د عکس تشریح، راین کروکر ویلي د افغانستان له جنګه په دغسې وخت کې راپرشا کېدل سم کار نه دی.
    • Author, سيد عبدالرحیم
    • دنده, نيويارک
  • د خپرېدو وخت

د امريکا سفير راين کروکر له کابله د سي اين اين په ټلوېزون کې ويل چې په افغانستان کې د امريکايي لښکرو په لاس د مسلمانانو د کتاب پرسوځلو د پرله پسې لاريونو له لاسه دې پردې ټينګار نه کېږي چې وايي له جنګه دې تر ټاکلې نېټې له مخه لا راپرشا شي.

ويل يې کيسه ورځ په ورځ خراپېږي دده په قول د خپلو ځواکونو د وتو لپاره کراري له موږ راوستنګ غواړي.

دا ادعا يې هم کوله چې په بګرام کې د مسلمانانو د کتاب قرآن شريف د سوځولو په کيسې پلټنه پسې ده.

راين کروکر دا هم وويل چې حامد کرزي هم د ټولو په مخ کې او هم پشا ويلي چې امريکايانو قرآن شريفونه دده په خبره په کسته نه دي سوځولي.

راين کروکر ويل کرزي له هغه لومړۍ ورځې راهيسې د ارامۍ غږ کړی او امنيتي ځواکونه يې د لاريونيانو په زوره ارامولو ته جوړېدلي دي.

ده ويل د افغانستان له جنګه په دغسې وخت کې راپرشا کېدل سم کار نه دی.

جنګ ته بايد نور زور پسې ورکړو چې دده په خبره القاعده سم دم له کاره ولوېږي.

دا مريکا سفير راين کروکر ويل که موږ په خپله دا ومنو چې نور جنګ مو له لاسه نه کېږي، نو د طالبانو خو د لاسه کېږي.

له بلې خوا، بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ کابل ته پر ليکلې بخښنه سربېره دا ادعا هم کړې چې د قرآن شريفونو سوځېده د لوی لاس کار نه او دده په قول يوه تېروتنه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلر کلنټن يې هم د سي اين اين په ټلوېزون کې له نورو غوښتل چې ټول دې له حامد کرزي سره د لاريونيانو د روان جنګ و جدل په ختمېدو کې په يوه خوله او يوه زړه ودرېږي.

ځکه چې ددې په خبره، سر يې اخيستی او بايد چې مخ يې راوګرځول شي.

دې دا خبره هم کوله چې هغه امريکايي سياستوال چې پر ولسمشر بارک اوباما دا نيوکه کوي چې ولې يې د قرآن شريف پر سوځېدلو بخښنه غوښتې ده ودې شي چې روان حال نور سره اور ته پوري وهي.

دې د بارک اوباما د بخښنې دفاع کوله او دا کار يې پر ځای باله.

ددغه کيسې په سبب په افغانستان کې د لاريونيانو، بهرنيانو او پوليسو په جنګ وجدل کې دواړو خواو ته ښه سم د سر او مال تاوانونه اوښتي دي.

هیلري کلنټن
د عکس تشریح، کلنټن: '' د افغانستان حګړې سر اخيستی او بايد چې مخ يې راوګرځول شي.''

دوه امريکايي مشاورين چې په کابل کې په خپل دفتر کې ضربه شول، نو امريکا ګردسره د شنبې په ورځ د کابل د حکومت له ټولو وزارتونو خپل مشاورين ايسته کړل.

د امريکا د ټاکنو يوه جمهوري غوښتونکي نوماند ميټ رامني دغه کار د ډموکراتانو ښکاره ناکامي بلله.

امريکايي سرکار وايي چې تر رانوي کاله به امريکايي لښکر د جنګ په لومړۍ ليکه کې جنګېږي، خو په ترڅ کې به له افغان امنيتي ځواکونو هم په جنګ کې کار اخلي.

امريکا او جنګي يارانو يې لس کاله مخه پر افغانستان په دې پلمه يرغل وکړ چې ولې د افغانستان د هغه وخت حکومت د دوی دښمن ته چې د دوی د تور له مخي يې پر امريکا بريدونه کړي ول سرپناه ورکړې وه.

له هغې ورځې راهيسې تر ننه امريکايي لښکرو د افغانستان جنګ ته ځان ټينګ کړی دی.