ستاسې غږ

ستاسې غږ: رياستي که پارلماني نظام غوره دى؟

ولسمشر حامد کرزى وايي افغانستان د نظامونو د تجربه کولو لابراتوار نه دى ، او هيڅوک دا واک نه لري چې د دۀ په وينا د بهرنيو هيوادونو په اشارو په افغانستان کې د نظام بڼه بدله کړي .

د ښاغلي کرزي دا خبرې تر هغه وروسته وشوې چې په برلين کې د شمال د پخوانۍ ټلوالې ځينو مشرانو د امريکا له ځينو سناتورانو سره وليدل او داسې وويل شول چې گواکې هلته د نظام د بدلولو يادونې وشوې.

د افغانستان اساسي قانون د رياستي سيستم غوښتنه کوي خو که دغه سيستم بدليږي نو لويه جرگه بايد راوغوښتل شي او اساسي قانون بدل شي. د ولسمشرۍ په تيرو انتخاباتو کې مات شوي مخکښ کانديد ډاکټر عبدالله تل ويلي دي چې که دى بريالى شو نو دا نظام به بدلوي او پارلماني سيستم به دودوي.

د ستاسې غږ په دې پروګرام کې په دې موضوع خبرې وشوې چې ایا افغانستان د نظام بدلولو ته اړتيا لري او د سيستم بدلول د ستونزو حل او ثبات ته لار پرانيستلى شي؟

په دې اړه د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه اوریدونکو او کتوونکو خپل نظر او پوښتنې د پروګرام میلمه سره شریکې کړې.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .