په انټرکانټننټل هوټل ډله ییز برید ۲۱ کسان ووژل

برید
د عکس تشریح، یوه برید کوونکي د هوټل د دویم پوړ په دروازه کې ځان چوولی دی .
د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنې په لوېديځ کې په انټر کانټننټل هوټل د وسله والو طالبانو په ډله ييز ځانمرګي برید کې د دوو پولیسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې نهه واړه ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي دي .

د سرچینې په وینا، په برید کې یو هسپانوی وګړی هم وژل شوی .

د کابل د پولیسو مشر بي بي سي ته وویل، امنيتي ځواکونو انټر کانټننټل هوټل ته د وسله والو له ننوتلو وروسته له هغوی سره جګړه وکړه.

یوه چارواکي وویل، یوه ځانمرګي برید کوونکي د هوټل ددویم پوړ په دروازه کې ځان وچووه .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صديقي بي بي سي ته وویل، تر څلور ساعته عملیاتو او نښتې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ټول برید کوونکی ووژل شول .

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

برید تېره شپه لس نیمې بجې په ډزو او چاودنو پیل شو، چې د سه شبنې د ګهيځ تر شپږو بجو یې دوام وکړ .

افغان سیمه ییزو چارواکو ویلي کېدای شي د وسله والو موخه به په دغه هوټل کې د والیانو غونډه په نښه کول و .

غلام صدیق صديقي
د عکس تشریح، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، تر څلور ساعته نښتې او عملیاتو وروسته ټول برید کوونکي ووژل شول .

انټر کانټننټل هوټل د کابل ښار یو تر ټولو مشهور هوټل دی، چې تر ډېره بهرني مېلمانه وروستل کېږي.

دغه هوتل د کابل ښار په لوېديځ کې د باغ بالا پر غونډۍ پروت دی .

که څه هم ددغه هوټل امنیتي تدابیر ډېر ټينګ وي، خو وسله والو وکړای شو چې له شمال لوري ورننوځي او د هوټل دویم پوړ او بیا بام ته وخېژي .

د هوټل یوه مېلمه بي بي سي ته وویل، چې د برید پرمهال په خپلو خونو کې پاتې او ورونه بند کړي .

یوه افغان چارواکي ویلي، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه له برید کوونکو سره په جګړه بوخت ول، یوه برید کوونکي د هوټل بام ته ځان ورساوه او له هغه ځایه یې پر امنيتي کسانو ډزې کولې او لاسي بمونه یې پرې راغورځول .

برید
د عکس تشریح، په شاوخوا پنځه ساعته برید کې د هوټل پاسنۍ برخه سوځېدلې ده .

د برید له سختېدو سره د هوټل برېښنا پرچاو شوه او ژر پولیس سیمې ته ورسېدل .

د روان جون پر ۱۸مه هم د پلازمېنې کابل ښار پول باغ عمومي ته څېرمه پر لومړۍ امنيتي حوزې د وسله والو په ډله ییز برید کې لږترلږه نهه کسان ووژل شول .

د ۲۰۰۸ په جنورۍ کې هم وسله والو د کابل پر مشهور سرینا هوټل ورته برید وکړ، چې په لړ کې یې د یوه امریکايي، یوه نارويجي او یوه یوې فلیپینۍ ښځې په ګډون اته کسان وژل شول .