ملي امنیت: د فساد په مخنيوي کې مرسته راسره وکړﺉ

.
د عکس تشریح، ملي امنیت د یوې اعلامیې له لارې هغه کسان چې بډې تېرې غوښتل کېږي، او یا یې کارونه ژر نه خلاصېږي، هڅولي چې د ځوروونکو په پېژندلو او نیولو کې مرسته ورسره وکړي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان ملي امنيت ادارې له فساد سره د مبارزې په لړ کې پر ولسي خلکو د مرستې غږ کړى دى.

ملي امنيت په حکومتي ادارو کې په فساد د ککړو او له قانون نه د سرغړونکو کسانو د په نښه کولو لپاره د ملي امنيت په اډانه کې يوه ځانګړې څانګه پرانستې ده.

ملي امنيت د دغه کار موخه له فساد سره د حکومت رېښتونې، ګړندۍ او کلکه مبارزه بولي.

دغې ادارې پرته له دې له قانون نه د سرغړوونکو د په نښه کولو په موخه خلکو ته د تيلې فون شمېرې او برېښنالیکونه هم ورکړي دي.

وړاندې تر دې د افغانستان لويې څارنوالۍ او د فساد پرضد د څارنې عالي کمیسیون هم ورته شمېرې خلکو ته ورکړې وې.

ملي امنیت د یوې اعلامیې له لارې هغه کسان چې بډې تېرې غوښتل کېږي، او یا یې کارونه ژر نه خلاصېږي، هڅولي چې د ځوروونکو په پېژندلو او نیولو کې مرسته ورسره وکړي.

دا چې د حکومت دا ګام به د فساد پرضد مبارزه کې څومره اغېزمن ثابت شي، لا نه ده مالومه. خو کتونکي فکر کوي چې په حکومت کې د فساد د څو ادارو جوړول ښايي د فساد پروړاندې مبارزه لا پسې پېچلې کړي.

افغان سیاسي شنونکی وحيد مژده وايي: ''د یوه کار لپاره ولې دومره موازي ادارې جوړېږي، د دې پرځای چې د نورو موازي ادارو د پیاوړتیا لامل وګرځي، يو او بل کمزوري کوي. ''

کوکنار
د عکس تشریح، کوکنار او په حکومتي ادارو کې فساد دوه هغه پدیدې دي، چې افغان حکومت یې په نړیواله کچه بدنامه کړی دی.

ښاغلی مژده وايي که حکومت په رښتيا هم له فساد سره د مبارزې قوي هوډ ولري، باید يوه قوي مرجع موجوده وي.

د ملي امنیت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دمګړۍ سرغړوونکو ته د سزا ورکولو یادونه نه ده شوې.

خو ملي امنیت يو له هغو ادارو یادېږي، چې تر ډېره د خلکو سترګه ترې سوځي او ښايي حکومت هم د همدې لپاره غوره کړې وي.

د فساد د له منځه وړلو په موخه لا له وړاندې د فساد پروړاندې د مبارزې او څارنې عالي کمیسیون فعالیت کوي، خو تراوسه یې فعالیتونو د خلکو پام نه دی ور اړولی.

کوکنار او په حکومتي ادارو کې فساد دوه هغه پدیدې دي، چې افغان حکومت یې په نړیواله کچه بدنامه کړی دی.

خو چارواکي وايي په حکومتي ادارو کې د فساد کچه هومره نه ده، چې نړیوال یې فکر کوي.