افغانستان کې د تقاعد حقوقو بندېدو زرګونه کسان له کړاو سره مخامخ کړي
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د ملکي او پوځي برخو زرګونه متقاعدان د طالبانو حکومت له خوا پرې د تقاعد حقوقو درېدو له کبله د بېوزلۍ خورا ناوړه حالت سره مخامخ دي.
ځينو تقاعد شویو بي بي سي ته ويلي همدا یې د کورنيو د عايد يوازينۍ سرچینه وه.
د طالبانو مالیې وزارت وايي، دوی په دې اړه د خپل مشر لارښونو ته منتظر دي.
د دغه وزارت چارواکو په وینا، له دوی سره ۱۵۰ زره تقاعد شوي ثبت دي.