افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو غلطه چاپه؛ بیه یې ماشومانو ته پاتې کورنۍ پرې کوي

انځور: جولیان بوش
د عکس تشریح، بلال اوزبکزی او عمران اوزبکزی د خپلې مور او پلار له قبرونو سره ولاړ دي، دوی هغه وخت یتمیان شول چې ډېر کوچني وو، اوس د هغوی یاد هدیرې ته په ورتګ سره تازه کوي. انځور: جولیان بوش/ بي بي سي
    • Author, هنا اوګرېډي او جویل ګونټر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې چې کله بریتانوي ځانګړو ځواکونو یوه افغانه کورنۍ په نښه کړه، یو ځوان پلار او مور یې ووژل او د هغوی واړه زامن یې ژور ټپیان کړل. اوس د بي بي سي یوې څېړنې په ډاګه کړې چې د ځانګړو ځواکونو قوماندان پوځيانو ته د دې پېښې په اړه مالومات نه دي ورکړي او تر اوسه یې هېڅ پلټنه هم نه ده شوې. خو په افغانستان کې دغه زیانمنه کورنۍ لا هم د خپل ژوند بیا سمبالښت او رغېدو لپاره هلې ځلې کوي.

grey_new

د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د اګست میاشتې پر شپږمه نېټه ماښام ناوخته د عبدالعزیز اوزبکزي کورنۍ د خپل کور په انګړ کې ډوډۍ خوړله. په دسترخوان عبدالعزیز، د هغه مېرمن ، څلور ماشومان او دوه لمسیان یې ډوډۍ ته راټول وو.

دا وخت د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې روژې اتلسم ماښام و.

دوی د افغانستان د سویل لویدیځ ولایت نیمروز په یوه کلي شش ابا کې اوسېدل.

دا ورځ هم هغوی د نورو ورځو په شان پيل کړې وه، له لمرختو مخکې چې بله روژه پيل کړي او خپلو کارونو ته ورستانه شي، دوی په ګډه پېشنمۍ هم کړی و.

د عبدالعزیز مشر زوی حسین د خوراکي توکو کوچنۍ هټۍ پرانیستې وه، د حسین مېرمنې روقیې د کور د کارونو ترڅنګ د خپلو دو زامنو پالنه کوله.

پر همدې ورځ یې یوه ګاونډي اوزه هم حلاله کړې وه، په ګاونډیانو یې غوښه ویشلې وه چې روژه ماتي ته یې پخه کړي.

نااشنا مېلمانه او وروستۍ خدای پاماني

د ژوند د معمولي چارو ور هاخوا د دې کورنۍ لپاره د تمې خلاف کار دا و چې ناڅاپه دوه نارینه نابللي مېلمانه ورکره ورغلل. د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د مېلمنو دا ډول ورتګ عادي چاره ده او په دودیزه توګه دوی د مېلمنو پاللو ته هر وخت تیاری لري.

خو عبدالعزیز د دغو مېلمنو ورتګ حیران او اندېښمن کړی و، هغه وایي، خپل زوی حسین ته یې زنګ وکړ چې هټۍ بنده کړي او کور ته ورشي.

عبدالعزیز وایي، مېلمنو ته یې روژه ماتی ورکړ او هغوی هم د شپې په لسو بجو پرته له دې چې کومه پېښه رامنځ ته شي، په خپله مخه لاړل.

د دوبي شپې ورځې وې او د شش ابا سیمې خلکو هم ډوډۍ د کورونو په انګړ کې خوړله.

له ډوډۍ وروسته عبدالعزیز پورته کېږي او وایي، "زه ستړی یم غواړم ویده شم"، حسین ته یې وویل، "ښه شپه حسین جانه". له خپل زوی سره د مینې ښودلو لپاره، همدا ډول روقیې او ماشومانو ته هم د ښې شپې هیله کوي.

عبدالعزیز
د عکس تشریح، عبدالعزیز په شش ابا کې په خپل کور کې. انځور جولین بوش / بي بي سي

دا وخت ماشومان هر یو عمران درې کلن او ورور یې بلال یوازې یو نیم کلن و

اوس د دوی ډېر څه په یاد نه دي چې هغه شپه څه پېښ شول، کورنۍ یې هڅه کوي دوی د یوې لسیزې مخکې وحشت څخه لرې وساتي.

دوی پوهېږي چې مخکې له ویده کېدو یې پلار د دوی د خوب توشکې انګړ ته را ویستې، ځکه چې په خونو کې ګرمي وه او دوی باید بیرون د وروستي ځل لپاره تر ستورو لاندې له خپل مور او پلار سره ویده شوي وی.

دا ۲۰۱۲ ږیزدیز کال و، د نړیوالې ټلوالې ځواکونه له یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل وو.

د ځانګړو ځواکونو ډلګیو چې د ټلوالې د غړو هیوادونو لخوا رهبري کېدل، په منظم ډول یې د مشکولو کسانو د نیولو عملیات ترسره کول چې "ویې نیسه یا یې و وژنه ماموریت" په نامه یادېدل.

سرتېري به د شپې په تیاره کې په چورلکو کې پورته کېدل او د طالبانو شکمن اهداف به یې په ډيرې چټکۍ سره په نښه کول.

د برتانوي پوځیانو لپاره دا ډول شپني عملیات د ( ایس اې ایس او ایس بي ایس) پوځي ډلګیو لخوا تر سره کېږي چې ډېر ارزښتمن بلل کېږي او د بریتانیا په پوځ او شاهي سمندري ځواک کې فعالیت کوي.

خو د بریتانیا د عامو خلکو لپاره تر هغه وخته دا جوته نه وه چې د ایس اې ایس په پوځي عملیاتو کې د دوی ځانګړي ځواکونه په نا قانونه توګه هغه افغان سړي وژني چې وړاندې تسلیم یا نیول شوي وو او وروسته بیا له جعلي راپورونو سره پر دې وژنو پرده اچول کېږي.

عدالعزیز په لومړیو ډزو راويښ شو او سرتېري یې څو شېبو کې د خوب کوټې ته ور ورسېدل

د بي بي سي پاناراما څېړنې چې د دې کال په پیل کې خپرې شوې، دا په ډاګه کوي چې دغه ځواک په خپل شږ میاشتني ماموریت کې ۵۴ شکمن کسان وژلي دي.

دا بیلګې د دې لامل شوې چې په بریتانیا کې د ځانګړو ځواکونو لوړپوړي افسران په پټ غږیز پيغام کې خپل مشر ته ووایي چې د نیول شویو کسانو د وژنې په برخه کې ښایې داسې یوه قصدي تګلاره وي چې که بندي، پرته له دې چې غبرګون وښيي او یا ګواښ پيښ کړي، ووژل شي.

د دا ډول وژنو یا نیونې د عملیاتو یوه بیلګه هم د عبدالعزیز د کورنۍ قضیه ده.

انځور: جولین بوش/ بي بي سي
د عکس تشریح، دغه کورنۍ د نیمروز ولایت په یوه خټین کور کې د خاش سیند پر څنډه اوسېږي. انځور: جولین بوش/ بي بي سي

د سها پر درېیو بجو بریتانوي پوځي چورلکې د نیمروز ولایت په تیاره اسمان راڅرګندې شوې او وړاندې یې په یوه کلي کې ناسته وکړه، ځانګړو ځواکونو د هغه کور تر څنګ عملیات پیل کړل چې اوسیدونکي یې په خواږه خوب ویده وو.

عبدالعزیز په لومړنیو ډزو را ویښ شو او په څو شېبو کې سرتېري د هغه د خوب تر خونې ورسېدل.

هغه وایي، دی یې په داسې حال کې پر ځمکه راکش کاوه چې لاسونه یې تړلي وو او سترګې یې هم ورپټې کړې وې.

عبدالعزیز وایی: ما دوی ته وویل چې هغه ځای ته مې بوځي چې زما زوی، نګور او لمسیان ویده دي، ما د خپلو دوو لوڼو غږونه اورېدل چې د مرستې غوښتنه یې کوله او هېڅوک یې کمک ته نه ورتلل، ما د خپلو ماشومان لپاره هېڅ نشوای کولای.

د دې کلیوالې کورنۍ کور ټول ګډوډ شوی و. عبدالعزیز په داسې حال کې چې سترګې یې ورتړل شوې وې، سخت وهل شوی و. بهرنیو سرتېرو ترې پوښتل چې چېرته دي هغه کسان چې دوی کره یې تېره شپه ډوډۍ خوړلې وه.

هغه وایي، د عملیاتو تر پایه یې په همدې حالت ساتلی و.

"هرې خوا ته وینې او بړستنې په وینو لمدې وې"

ځانګړي ځواکونه د هغه د ګاونډي کره هم ورغلي وو، چېرته چې کونډ لال محمد له خپلو شپږو زامنو او درېیو لوڼو سره اوسېده.

د هغه یو زوی محمد په دې وخت کې ۱۲ کلن و. هغه بي بي سي ته وویل چې دی او د کورنۍ غړي یې هم بیرون ته راوویستل شول خو یوازې د ده سترګې یې ورتړلې وې، ځکه دی له نورو لوی و.

له کلي د سرتېرو له تګ یو ساعت وروسته عبدالعزیز وتوانېد چې خپلې سترګې خلاصې کړي، اوس نو شپه رڼا شوې وه او دی پر هغه ځای پروت و چې مخکې پکې حسین، روقیه او زامن یې ویده وو.

هغه وایي، " دلته هرې خواته د وینو نښې وې، بړستنې او توشکې په وینو کې لمدې وې."

د دواړو کورنیو د مالوماتو له مخې چې پیښه یې په سترګو لیدلې وه، حسین او روقیه په سر ویشتل شوي وو، د بلال او عمران د خوب کالي هم په وینو سره پراته وو خو دوی تللي وو.

Hussain Uzbakzai
د عکس تشریح، حسین اوزبکزی

محمد محمد بېرته خپل کور ته تللی و، له کومه ځایه چې پوځیانو له خپلو وروڼو سره نیولی و

محمد وایي: کله چې خپل کور ته ځي ۲۶ کلن محمد ولي او ۲۸ کلن محمد جعمه هلته مړه پیدا کوي، هغوی هم پر سرونو په مرمیو ویشتل شوي وو.

د نورو کورنیو غړي هم وایي چې دوی پر سرونو ویشتل شوي وو، د محمد ولي انځور چې په سر ټپي و بي بي سي ته وښودل شو.

د محمد محمد له خبرو دا جوتېږي چې د وژنو دا ډول بېلګې هغه څه څرګندوي چې له دې د مخه یې د ځانګړو ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو ترمنځ شکونه راپورته کړي وو.

محمد زیاتوي: زه په الله قسم خورم چې زما وروڼه بزګر وو، دوی به له سهاره تر ماښامه کروندو کې کار کاوه، دوی هېڅکله هم له طالبانو او یا حکومت سره اړیکه نه درلوده ، زما وروڼه بې ګناه او پرته له ثبوته ووژل شول.

د عبدالعزیز او کورنۍ غړو د مالوماتو له مخې چې د حسین او روقیې مړي یې لیدلي وایې، د دوی سترګې ورپټې شوې وې او زامې یې چې په کومه ټوټه له سره تړل شوې وې هم څنډې ته کړې وه څو د برید ټیم یې په اسانۍ د مخونو انځور واخلي. دا له وژونکو بریدونو وروسته معیاري کړنلاره ده.

د کورنۍ د غړو په وینا، دغه ځوان مور او پلار د خوب په ځای کې وژل شوي وو او دا هم څرګنده نه ده چې له برید مخکې به ویښ شوي وي او که نه.

عمران او بلال پر مخ، اوږو او نس مرمۍ خوړلې وې

په لومړیو کې د دوی کورنۍ داسې فکر کاوه چې عمران او بلال هم وژل شوي، خو په حقیقت کې دوی ځانګړو ځواکونو له ځان سره وړي وو.

یو کلن بلال په مخ او اوږو ټپي و خو درې کلن عمران بیا په نس کې مرمۍ خوړلې وه چې اوس د خپلې ځوانۍ د عمر ژغورلو لپاره هڅې کوي.

Imran and Bilal when they were little boys, not long after the raid
د عکس تشریح، عمران او بلال، کله چې کوچني وو، له برید څه موده مخکې

د دې برید پایله چې هر څه وي خو یوه بریتانوي پوځي قوماندان د دې پرېکړه کړې وه چې ترسره شي.

د برېتانیا د قانون له مخې، پوځي قوماندانان باید په دا ډول حالاتو کې پوځي پولیس خبر کړي، ځکه چې د عملیاتو پر مهال باید د هر سرتېري لخوا هر ډول ممکنه سرغړونه چې د یاد پوځي قوماندان تر قوماندې لاندې یې ترسره کوي، مخنیوی یې وشي.

"دوهم - سکجول" یا له اصلي عملیاتو پرته په بل کار لاس پورې کول، هغه اعمالو ته ویل کېږي چې یو څوک په غیرقانوني ډول وژنې وکړي او یا مخالف لوری په جدي ډول ټپي کړي.

د قوماندې ورکوونکو افسرانو لپاره ټاکل شوی لارښود دا بیانوي چې په هر ډول شرایطو کې باید مسئول کس ته دا په ډاکه کړي چې د دوهم-سکجول بریدګر باید مسئول وبلل شي او قانون دوی پوځي پولیسو ته راجع کړي څو ترې پوښتنه وشي. دا یو منل شوی قانوني امر دی.

په شش ابا کې یوه مېرمن وژل شوې وه او دوه کوچني ماشومان ټپیان وو.

هغه مهال یوې افغانې رسنۍ د ځايې والي له قوله راپور خپور کړی و چې پدې پېښه کې بهرنیو ځواکونو د دوو ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

پېښه وڅېړل شوه؟

د شاهي پوځي ځواک یوه پخواني څېړونکي بي بي سي ته وویل: د شته مالوماتو پر بنسټ، زما په ذهن کې هېڅ داسې پوښتنه نه شته چې دا پېښه به پوځي پولیسو ته نه وي راجع شوې.

خو بي بي سي موندلې چې پیښه هېڅکله پوځي پولیسو ته نه ده راجع شوې او نه هم د بریتانوي ځانګړو ځواکونو بهر هېچا په دې اړه څېړنه کړې ده.

شاهي پوځي پولیسو موږ ته وویل، داسې نه ښکاري چې په هغه وخت کې دې د شش ابا پېښې په اړه دوی ته څه ویل شوي وي او اوس په مستقیمه توګه دا پېښه بیا څېړي.

کله چې د بي بي سي لخوا د برېتانیا دفاع وزارت وپوښتل شو ، دا یې ومنله چې بریتانوي پوځیان یا (ایس ای ار) په دې عملیاتو کې ښکېل وو او دا پیښه په جدي ډول څېړي.

په داخله کچه هم دا ډول پېښې چې تېروتنه پکې شوې وي، په اتومات ډول او جدي توګه څېړل کېږي. خو د دغو عملیاتو قوماندان پوځي پولیسو ته د دې پېښې د نه راجع کولو پرېکړه کړې ده.

General Sir Mark Carleton-Smith was head of UK Special Forces at the time of the Shesh Aba raid in 2012.
د عکس تشریح، جنرال سر مارک کارلټن سمېت په ۲۰۱۲ کې د شش ابا پېښې په موده کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو مشري کوله.

دفاع وزارت وایې، "د دفاع وزارت په کچه یوه پراخه تګلاره شته چې باید هغه پېښې په سملاسي توګه وڅېړل شي چې د ملکې مرګ ژوبلې شونتیا پکې وي."

د مشرانو پوځي قانون پوهانو د بیا کتنې په پایله کې جوته شوې چې دا د قوماندان پرېکړه وه او د وسله والو ځواکونو قانون او د دفاع وزارت تګلارې د ۲۰۰۶ زېږدیز کال په شرایطو کې دا نه ایجابوله چې دا پېښه پولیسو ته راجع شي.

بي بي سي له دفاع وزارت او شاهي پوځي پولیسو نه پوښتنه کړې چې د دغې پرېکړې کوونکي قوماندان پوځي رتبه ورسره شریکه کړي خو دواړو بنسټونه دا غوښتنه رد کړې ده.

د شش ابا پيښې پر مهال د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال سرمارک کارلټن -سمېت و خو وروسته له دې چې سږ کال خپله دنده پرېږدې د برېتانیا د پوځ مشر شو.

ده د شیش اباد پیښې په اړه د بي بي سي پوښتنې په ځواب کې وویل، په یاد یې نه دي چې د دې ځانګړو عملیاتو جزیات ورکړل شوي دي او که نه. خو وایي په دې کې شک نخ شته چې د دې عملیاتو په اړه به سلاکارانو مالومات ورکړي وي.

Image: Julian Busch/BBC
د عکس تشریح، انځور: عمران او بلال په خپل انګړ کې د مردکیو لوبه کوي، همدغه ځای کې يې مور او پلار وژل شوي وو

د بریتانیا د شاهي پولیسو یوه افسر چې د دې پیښې پر مهال یې هلته دنده درلوده، د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، په پوځ کې پولیسو ته د راپور ورکولو په برخه کې جدي ستونزې وې.

هغه وایې، "ځينو لوړ پوړو افسرانو د دغو پېښو د څېړلو د مخنیوي لپاره د راپور ورکولو مخه نیوله او شاهي پولیس به نه خبرېدل چې د دوی د پرېکړو په اړه ترې پوښتنه وشي"

د شاهي پوځي پولیسو ویاند بي بي سي ته وویل چې د دوی اوسنۍ څېړنه په هېڅ صورت باید په دې مانا نه وي چې پولیسو د دغه ډول پېښو پر مهال خپله دنده نه ده ترسره کړې او دا هغه لاملونه دي چې نور پام به هم زیاتېږي.

"عمران رانه اوبه غوښتلې خو ما سره نه وې"

د هغې ورځې په سهار چې پوځيان د عملیاتو لپاره دغه کور ته ورغلي وو، له دې خوا یې ټپي عمران او بلال او د هغوی ۱۲ کلن تره رحمت الله له ځان سره وړي وو.

رحمت الله چې د عملیاتو پر مهال یې سترګې ورتړل شوې او بیا وروسته په چورلکه کې داسې مهال ورخلاصې شوې وې چې کوچني وریرونه یې ، یعنې بلال او عمران هم په ټپي حالت کې د ده ترڅنګ ناست وو او ژړل یې.

هغه وایي، "عمران رانه اوبه غوښتلې خو له ماسره نه وې"

Imran stands by his parents' graves. "I wish our mother and father were with us today," he said. Image: Julian Busch/BBC
د عکس تشریح، عمران د خپل پلار او مور قبرونو سره ولاړ دی. وایي، کاشکې هغوی نن ورسره وای.

د عمران درملنه په پوځي بیس کې کېدله، کورنۍ یې د ورتګ اجازه نه لرله، تر هغې چې د بیارغېدو لومړنۍ درمنله یې هلته پای ته ورسېده او بیا بل ځای ته ولېږدل شو.

وروسته یې نیکه عبدالعزیز او نیا یې ماه بي پي دوي په دې وپوهول چې ورته ووایي مور او پلار یې نور په دنیا نه شته.

عبدالعزیز وایي چې دوی ډېر کوچني وو او نه پوهېدل، "عمران ډېر ژړل، ښایي د دردونو به پرې زور و او یا هم د دې لپاره چې پر دې پوه شوی و چې مور او پلار یې نور ژوندي نه دي.

Imran and Bilal doing their homework together. They look out for one another, Abdul Azzi said. Image: Julian Busch/BBC
د عکس تشریح، انځور: عمران او بلال په ګډه کورنۍ دنده کوي.

که څه هم عبدالعزیز ته په روغتون کې د پيسو وړاندیز شوی و چې د خپلو لمسیو درملنه پرې وکړي،خو هغه دا غوښتنه رد کړې وه.

هغه وایې، "ما د قاتلانو پيسې ونه منلې، دوی زموږ نړۍ راویجاړه کړه"

"زحمونه رایادوي چې مرګ ته څومره نږدې وو"

Scars on Imran's abdomen show the damage from the bullet wound as well as his surgical incision. Image: Julian Busch/BBC
د عکس تشریح، د عمران پر خېټه او ملا اوس هم د ټپونو نښې ښکاري

عمران اوس ۱۳ کلن دی، د هغه پر خېټه او څټ اوس هم د زخمونو نښې شته، هغه خپلو ټپونو ته اشارې سره وویل، "کله چې منډې وهم درد کوي، په ژمي کې هم درد کوي او په دوبي کې هم"

بلال بیا ۱۱ کلن دی، هغه پر مخ او اوږو د ټپونو نښې لري، بلال هم وایي چې کار کوي لاس یې درد کوي او پر مخ ټپ ته په کتو وايي، هغه وریادوي چې مرګ ته څومره نږدې و.

دوی دواړه هر سهار څو ساعته مدرسې ته مزل کوي خو ورڅېرمه کوم ښوونځی نه شته چې زدکړې پکې وکړي. عمران له زدکړو سره ډېره مینه لري خو بلال بیا دومره لېواله نه دی.

دوی یو له بل سره لوبې کوي او دا رنګه یې په خپل انګړ کې د محمد ولي او محمد جمعه په نامه یادګاري ویني هم ایښې دي چې د دوی له مور او پلار سره یو ځای په هغه برید کې وژل شوي وو.

دا کورنۍ بې وزله ده او د هغوی د درملنې وس نه لري

دوی تل د خپلې مور او پلار په اړه خبرې کوي او عمران وایي، ډېر وخت وشو چې هغوی ورسره نه شته، "کاشکې مور او پلار مو راسره وای، موږ به یې بازار ته بیولو، لوبې به یې راسره کولې او د نورو ماشومانو په څېر به ژوند کې خوشاله وو.

دا کورنۍ بې وزله ده، روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

دوی معمولا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته څو ساعته مزل کوي چې دغه ماشومان ډاکټرانو ته وښيي.

د بي بي سي لخوا په همدې روغتون کې د دوی ایکسرې معاینه وشوه، لاهم دوی په بدن کې چرې شته دي.

Both boys have bullet fragments inside them. Imran has a large fragment lodged in his spine. Image: Julian Busch/BBC
د عکس تشریح، د دواړو په بدن کې لا هم چرې شته

ډاکتران وایي، درملنه یې هلته شونې نه ده او باید د ژوند تر پایه په همدې توګه وپایي.

نیکه یې عبدالعزیز لس کاله وروسته د روغتون پر هغه کټ ورسره ناست دی چې په لومړي ځل دوی ټپیان پکې پراته وو.

Abdul Aziz has raised the boys since the night of the raid. Image: Julian Busch/BBC

حسین او روقیې په ۲۰۰۶ زېزدیز کال کې د ایران په زاهدان ښار کې واده سره کړی و او بیا وروسته افغانستان ته ستانه شوي او په خپل کلي کې یې نیکه د واده مراسم ورته برابر کړي وو

عبدالعزیز وایي، کله یې چې زوی نوې ناوې کور ته ور وستله، ده روقيې ته د خپلې لور خطاب وکړ.

حسین وروسته د خوراکي توکو کوچنی کلیوال دوکان پرانیست او روقیې هم چې د قران کریم حافظه وه، د کلي ماشومانو ته یې درس ورکاوه.

وروسته یې اولادونه پیدا شول خو په نیمه لاره کې یې کورنۍ کنډو شوه.

"زه بوډا شوی یو او کار کول راته سخت دي"

عمران او بلال اوس له خپل نیکه سره په کروندو کې کار کوي خو هغه وایي، دوی د ډېر او سخت کار توان نه لري.

The boys help Abdul Aziz with work in the fields. "I am getting older, it is harder to work," Abdul Aziz said. Image: Julian Busch/BBC
د عکس تشریح، عمران او بلال له خپل نيکه عبدالعزیز سره په کرونده کې کار کوي. عبدالعزیز وايي، چې اوس زوړ شوی او کار کول ورته سخت دي

د حسین له مرګ وروسته ۵۵ کلن عبدالعزیز مجبور شو د کانالونو یا ویالو کیندلو کار ته مخه کړي، هغه د ورځې په دوه سوه ا فغانۍ کار کوي.

وای، تېروتی چې د ماشومانو د درملنې پیسې یې ونه منلې، که اوس ورته وړاندیز وشي نو ضرور یې مني، "زه اوس ډېر کمزوری شوی یم او نور کار نه شم کولای چې دا ماشومان وساتم"

هغه اوس یوازې د خپلو اولادونو قبرونو ته ورځي، هغوی ته دعا کوي او وایي نیکمرغه به وای چې هغوی ژوندي وای او په دې بوډاتوب کې یې د ده له اوږو دا دروند بار کم کړی وای.