زلزله ځپلي په څه حال کې دي؟
د خپرېدو وخت
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، د پکتيکا د زلزله ځپلو د اړتياوو څرګندولو لپاره يې سروې کړې چې وايي، ژر به يې پايله څرګنده شي. په کابل کې د کډوالو وزارت د بې ځايه شويو د برخې ريس مولوى سردار شېرزاد له بي بي سي سره په خبرو کې وويل زلزله ځپلي لا هم سملاسي او عاجلې سرپناه ته اړتيا لري. عنايت الحق ياسيني ورسره خبرې کړې دي.