د افغانستان او ايران پوله له شخړې وروسته بېرته پرانیستل شوې

د ویډیو تشریح، د افغانستان او ايران پوله له شخړې وروسته بېرته پرانیستل شوې
د خپرېدو وخت

د افغانستان له لوېدیځ رپوټونه وايي د ایراني ځواکونو او طالبانو د شخړې له امله د اسلام کلا سوداګریزه لویه لار له ۲۴ ساعتونو وروسته بېرته پرانیستل شوې.

دا په داسې حال چې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کابل کې د خپل پلار ملا محمد عمر د تلین یاد مراسمو کې ګاونډیانو ته خبرداری ورکړ چې که یې پر خاوره برید وکړي د هغه په ټکو په مېړانه به یې ځواب ووايي.

طالبان داسې مهال له ګاونډیانو سره شخړې لري چې په کور دننه نا امني هم ورته یوه ننګونه ده.