د افغان پوځ پخوانی جنرال نبي عظیمي د ۷۸ کالو په عمر مړ شو

azimi
د خپرېدو وخت

د افغان پوځ پخوانی جنرال او مرستیال دفاع وزیر نبي عظیمي چې د پخواني ولسمشر نجیب الله د حکومت په وروستیو پېښو کې یې مهم رول درلود، د ۷۸ کلونو په عمر نن چهارشنبه د ازبکستان په تاشکند ښار کې مړ شو.

د ښاغلي عظیمي ورور اسدالله عظیمي بي بي سي ته وویل، جنرال عظیمي پرون مغزي سکته وکړه او نن چهارشنبه یې په ځايي روغتون کې ساه ورکړه.

د جنرال عظیمي کورنۍ غړي وايي، د نوموړي مړی به کابل ته ولېږدول شي او همالته به خاورو ته وسپارل شي.

جنرال عظیمي په افغانستان کې د کیڼ اړخه حکومت او بیا وروسته د "مجاهدینو" حکومت پر مهال پېښو کې مهم رول درلود.

د ۱۳۶۸ کال د حوت میاشتې پر ۱۶ د هغه مهال دفاع وزیر او د واکمن خلک دیموکراتیک ګوند د مشرتابه یوه غړي شهنواز تڼي د هغه مهال د ولسمشر نجیب الله پر ضد کودتا وکړه.

جنرال نبي عظیمي چې د هغې کودتا ضد ځواک مشري یې کوله په خپل کتاب 'اردو و سیاست ' کې کاږي چې هغه مهال پوځ په دوو برخو ووېشل شو، چې یو شمېر هغو یې د ښاغلي تڼي پر ضد او نورو هغو یې په ملاتړ جګړه کوله او له دوو ورځو نښتو وروسته هغه کودتا ناکامه شوه.

افغانستان

له واکه د پخواني ولسمشر نجیب الله د ګوښه کېدو پېښو کې د لاس درلودو تورونو ته په ځواب کې ښاغلي عظیمي په خپل کتاب کې لیکلي چې د ۱۳۷۱ کال د وري میاشتې پر ۲۵ نېټه له یو شمېر نورو پوځي جنرالانو سره یو ځای د نجیب الله لیدو ته ورغی، او کله چې هغه ترې وپوښتل ''د څه لپاره ټول په یوه ډله کې زما لیدو ته راغلي یاست '' ده په ځواب کې ورته وویل، چې ''داسې ګنګوسې دي چې ''تاسې غواړئ له هېواده ووځئ او که داسې کوم نیت لرئ، هیله کوم چې له هر چا مخکې ما خبر کړئ چې خدای مه کړه کومه پېښه و نه شي او بله دا چې موږ ستاسو د مخکنیو لارښوونو سره سمه تګلاره غوره کړو. ''

ښاغلي عظیمي لیکلي:

''د ډاکتر نجیب په څېره کې یو څه سوروالی څرګند شو، خو په غوڅه لهجه یې وویل، ملګرو د خلکو په بې بنسټه خبرو پسې مه ګرځئ، زه به تر وروستۍ مرمۍ له ځانه دفاع کوم او تر هغو چې د ملګرو ملتونو پلان عملي نه شي، زه هېڅ کوم بل ځای ته نه ځم. په دې حساسو شېبو کې له تاسې غواړم چې زما ملتیا وکړئ. ''

ښاغلي عظیمي په خپل کتاب کې لیکلي ولسمشر نجیب د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې یو ځل ټیلیفون کې ورته وویل چې غوښتل یې د ملګرو ملتونو استازي لیدو لپاره د کابل هوايي ډګر ته لاړ شي، خو پوځیانو اجازه ورنکړه او د ښاغلي عظیمي په وینا ده خپله د عبدالرشید دوستم کسانو سره په هوايي ډګر کې خبرې وکړې چې هغوی د ملګرو ملتونو استازي ته د ورتګ اجازه ورکړي.

ډاکټر نجیب الله د خپل واک په وروستیو کلونو کې د افغانستان د لانجې د هواري لپاره د ملي پخلاينې تګلاره اعلان کړه، خو د يولړ لاملونو له کبله هغه تګلاره خپلې موخې ته و نه رسيده.

د ۱۳۷۱ کال په لومړیو کې د عبدالرشید دوستم اړوند ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې ولسمشر نجیب مخه ونیوه او نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په دفتر کې پناه واخیسته، چې پنځه کاله هلته پاتې شو.

کابل ته د مجاهدینو ډلو له ننوتو وروسته خپلمنځې جګړې پیل شوې او د دې جګړو پایله کې طالبانو پر کابل کنټرول ترلاسه کړ.

طالبانو پر کابل له کنټرول ترلاسه کولو سملاسي وروسته ولسمشر نجیب او ورور یې جنرال احمدزی ووژل او د کابل په اریانا څلور لارې کې یې د دوی مړي ځوړند کړل.

جنرال عظیمي د نجیب الله حکومت له ړنګېدو وروسته د مجاهدینو له یوه قومندان احمدشاه مسعود سره نژدې اړیکي پالل او په یو شمېر تصویرونو کې نوموړی داسې حال کې لیدل کېده چې له احمدشاه مسعود سره د نظامي نقشو پر سر غږیده.