لومړي ځل افغان مېرمنو د الوتنې ټولې چارې ترسره کړې

کامر اير
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې په لومړي ځل افغان مېرمنو د یوې سپرلۍ وړونکې الوتکې د الوتنې ټولې چارې ترسره کړې دي.

د افغانستان هوايي چلند ادارې ویلي ۲۲ کلنه مهدسه میرضايي د سویلې اسیا په کچه هم لومړنۍ مېرمن ده چې د نورو نجونې عملې سره یې د يوه سوداګریز ملکي هوايي پرواز د کپتانې رول ترسره کړی.

دغه الوتنه تېره چارشنبه له پلازمینې کابله هرات او له هغه ځایه بېرته د کابل په لوري د کام اییر خصوصي شرکت لخوا تر سره شو چې د سویلې اسیا په کچه هم د مېرمنو په مدیریت یې د لومړۍ الوتنې ریکارډ خپل کړی.

د کام اییر خصوصي هوايي شرکت سوداګریز مسوول سلیمان عمر بي بي سي ته وويل: "په دې الوتنه کې زمونږ ۶ تنو کارکوونکو برخه اخیستي وه دوه تنو یې د الوتنې الوتلو مسولیت او څلور نورو یې مسافرو ته د خدماتو رسولو مسولیت درلود دا له کابله هرات او له هغه ځایه بېرته کابل ته وار له مخه پلان شوی سفر و چې په خپل وخت د افغان مېرمنو لخوا په خپلواکه بڼه د ترسره کېدو ریکارډ یې ثبت کړ."

ښاغلی عمر وایې له دې بریالي سفر وروسته به د مېرمنو په لاس د الوتنو لړۍ روانه وساتي.

کام اير

کام اير شرکت ۱۴ ولایتونو او نهه هېوادونو ته الوتنې لري.

په افغانستان کې اوس د کام اییر خصوصي شرکت تر څنګ، د اریانا او باختر دولتي هوايي شرکتونه فعال دي چې د چارواکو په وینا د مېرمنو ونډه په کې تر ډېره خدماتي جوړوي.

د افغانستان د هوایې چلند ادارې د ۲۲ کلنې مهدسې میرضايي په کپتانۍ د افغان مېرمنو لخوا په خپلواکه ډول د ۳۵۰ نیوټیکل میله الوتنې تر سره کول، د سویلي اسیا په کچه ریکارډ بللی او په وینا یې دا د مېرمنو او افغان هوايي سکتور پیاوړتیا ښيي.

د یادې ادارې مشر قاسم وفایې زاده بي بي سي ته وویل دا ښيي چې افغان مېرمنې ان د ډېرو تخنیکي چارو مدیریت په یوازې سر کولای شي.

په افغانستان کې په پرلپسې ډول د څو هوایې شرکتونو سقوط او په ځینوهغو یې بندیزونو د دې هېواد هوايي شرکتونو په فعالیت او خدماتو بد اغېز پرېښی خو د دې هېواد هوایې چلند ادارې ویلي شته هوایې شرکتونه اوس یو په بل پسې د مسلکیتوب او معیار خوا ته ګامونه اخلي.