تخار کې افغان پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې
د خپرېدو وخت
افغانستان کې نن بیا یوه مرګونې ورځ وه. په شمال ختیځ تخار کې پر افغان ځواکونو یوه برید کې نژدې ۳۴ سرتېري وژل شوي دي. پېښه تېره شپه د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې شوې او وېل کېږي چې د مرګژوبلې شمېر ښايي تر دې لوړ وي. بل لور ته بیا افغان ولسمشر طالبان ننګولي چې ټول افغان خبرو کې د بریا لپاره یې تاوتریخوالی زیات کړی خو وایې دا کار ناشونی دی. د افغانستان کورنیو چارو وزارت په وينا طالبانو تیره میاشت لږترلږه ۱۲۰۰ بریدونه کړي. طالبانو بیا ویلي تخار کې یي پر هغو ځواکونو بریدونه کړي چې دغې سیمې ته د پوځي عملیاتو لپاره ورغلي وو. نور حال له کابله د صابر عزیر په رپوټ کې.