خلیلزاد: سولې بهیر نوي پړاو کې افغانان باید ډېر ښکېل شي

د عکس سرچینه، ARG/AFG
افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد وايي د افغان سولې بهير يوه نوي پړاو ته ننوځي، نو افغانان بايد تر پخوا هر کله اوس خبرو کې ډېر ښکېل شي.
د ښاغلي خليلزاد دا څرگندونې پلازمېنه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د نوموړي له کتنې وروسته مخې ته راغلې. زلمي خليلزاد له ښاغلي غني سره له خبرو وروسته په يوه ټويټ کې وويل:
"ولسمشر غني او د هغه له ټيم سره مې ښه کتنه درلوده. د سولې په تړاو د نړيوالې اجماع په لا پراخېدا خبرې وشوې. همداراز په سيمه ييزو اړتياو، د افغانستان او پاکستان اړيکو کې وروستي خوځښتونه، پر سولې يې د اغيز او هغو فرصتونو په اړه وغږېدو چې سوله يې د سيمې د يوالي او پرمختيا په برخه کې برابرولى شي."
ښاغلي خليلزاد دا هم زياته کړې چې ولسمشر غني او دى دواړه سره همغږي و چې اوس د افغانانو خپلمنځۍ ناستې ته چمتوالى اړين دى.
ټاکل شوې زلمى خليلزاد افغانستان کې د خپل شتون پر مهال د افغان سولې د بهير په اړه پراخې سلا مشورې وکړي.
کابل کې د امريکا سفارت له لوري خپرې شوې يوې وينا پاڼه کې راغلي، ښاغلى خليلزاد به د حکومت او افغان سياسي مشرانو سربېره د مدني ټولنو له غړو، ښځو، ځوانانو، او مذهبي مشرانو سره د امريکا د سولې په هڅو کې د شويو پرمختگونو په اړه وغږېږي.
هغه هڅې چې د ويناپاڼې په وينا د سولې يوه ټول شمول بهير ته اسانتيا برابرولو لپاره روانې دي.
افغان سولې لپاره د امريکا د استازي دا وروستۍ څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب له يوه ټلويزوني چينل سره په تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د روانو خبرو اترو په تړاو د افغان حکومت اندېښنې تر يوه بريده لېرې شوي دي.
دا په امريکا کې د سولې د خبرو اترو او د ښاغلي خليلزاد د رول په تړاو له ناندريزو څرگندونو وروسته له رسنيو سره د ښاغلي محب لومړنۍ مرکه وه. د نوموړي په وينا اوسمهال امريکا د دغه بهير په اړه له افغان حکومت سره مالومات شريکوي.

د عکس سرچینه، ARG/AFG
زلمى خليلزاد اسلام اباد، برلين، او برسلز ته له سفر وروسته پرون پلازمېنه کابل ته ورسېد. ټاکل شوې له طالبانو سره د امريکايي استازو د خبرو اترو اووم پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.
ښاغلي خليلزاد ويلي و چې هڅه کوي په دې پړاو کې د سولې د طرحې يا خاکې دوه برخې بشپړې کړي. وړاندې دواړو غاړو طالبانو او امريکايانو ويلي وو چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو پر وتنې او نورو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه هوکړه شوې خو پر جزياتو يې کار ته اړتيا ده.
د امریکا ځانګړي استازي دا هم ويلي و چې په تېر کې د افغان حکومت په گډون د افغانانو پر خپلمنځۍ ناستې او اوربند هم خبرې شوې او تر څو چې پر ټولو مسايلو هوکړې ته نه وي رسېدلي، په دې مانا ده چې هېڅ هوکړه نه ده شوې.


















