ورځپاڼې: امریکا باید له طالبانو سره ناپاکه سوله ونه کړي

قطر
د عکس تشریح، په نږدې راتلونکي کې بیا قطر کې د سولې خبرې پیلېږي.
د خپرېدو وخت

یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن یوه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکه کې د افغان سولې په تړاو د امریکا حکومت پر دریځ او روانو هڅو سختې نیوکې شوې دي او د امریکا او طالبانو احتمالي روغه یوه ناپاکه سوله بولي.

نوموړی لیکي کله چې دی د سولې په برخه کې مسوول و داسې یو جوړجاړی د ناپاکې سولې په توګه ښکاریده چې له مخې یې د امریکا ملي امنیت ته تر ټولو لږ ګټه رسیدله او په افغانستان کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم له یاده ویستل کیدلې.

دا ځکه چې دی وايي هغه هڅه کیدله د داسې یوه جوجاړي څخه ډډه وشي نه دا چې هغه پر یوه ستراتیژه بدل شي، خو اوس دی وایي دا ډول یو جوړ جاړی شونی ښکاری.

ښاغلی اولسن ټینګار کوي چې امریکا باید طالبانو ته دا په ډاګه کړي چې له امریکا سره ګوښی جوړجاړی نه شي کیدی او طالبان باید له افغان دولت سره خبرې وکړي.

دی وايي د ځواکونو له ویستلو او د ترهګرۍ خطر له منځه وړلو پرته نورې مسلې هم شته چې باید هوارې شي، لکه په دولت کې د طالبانو ونډه ، د ښځو او لږکیو حقونه، څه اسلامي نظام، دا چې ایا اساسي قانون تعدیل ته اړتیا لري؟ او کنه او اوربند.

دی وايي که بهرني ځواکونه د طالبانو د غوښتنې له مخې ووځي افغان دولت زیانمن کیږي، د سولې خبرې ناکامیږي او کورنۍ جګړه پيلیږي.

ښاغلی اولسن د تل پاتې سولې لپاره په کور دننه هم د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي.

اولسن
د عکس تشریح، ریچارډ اولسن وايي کله چې د افغان سولې لپاره مامور و دا ډول سوله ناپاکه بلل کېده لکه اوس یې چې امریکا غواړي.

ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او لیکي له کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې غواړي له افغانستان خپل نیمايي یعنې اوه زره سرتیري وباسي، نو امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره یو جوجاړی حتمي بولي او په دې برخه کې تر بل هر وخت اوس ډیره جدي ده.

خو د جګړې پای او د ځواکونو ویستل له طالبانوسره له یوه جوړجاړي پرته د امریکا له نظره ناشوني دي.

خو د جوړجاړي په تړاو د امریکا د دې دریځ څخه افغان دولت په اندیښنه کې دی او د ورځپاڼې د دې مطلب له مخې په ویره کې دی چې ښايي امریکا په ګوښې توګه له طالبانو سره کوم جوړ جاړی وکړي.

داسې جوړجاړی چې ښايي پایله یې د افغان چارواکو له نظر سوله او ټیکاو نه وي.

خو لیکوال وايي هغسې سوله چې افغانان یې غواړي غیبي نه شي را تلی او اړتیا ده چې د بیلابیلو خواوو ترمنځ ګډې هڅې وشي او سوله راشي.

لیکوال د سولې په تړاو د روسیې او امریکا دریځونو ته اشاره کوي او زیاتوي دواړه هېوادونو دا درک کوي چې په سیاسي بهیر کې د طالبانو له ګډون پرته د افغانستان شخړه پای ته نه شي رسیدی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي پاکستان په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ په راتلونکو خبرو کې برخه نه اخلي.

ورځپاڼه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکي چې د پاکستان استازی به د دې خبرو په شپږو پړاو کې چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې ترسره شي ګډون ونه کړي.

خو ویاند فیصل ویلي پاکستان به د افغان سولې په برخه کې د آسان چاري په توګه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.