پکتیا کې حکومت او طالبانو ته د امن سیمې رامنځ ته کولو هڅه

د ویډیو تشریح، د پکتیا له والي سره مرکه
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان سوېل ختیځ کې د پکتیا والي وايي، هڅه کېږي چې دغه ولایت په امن سیمه او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په ځای بدل شي.

شمیم کټوازی زیاتوي، قومي مشران له طالبانو سره دا خبرې کوي. هغه په خبره، دغو مشرانو پر حکومت او وسلوالو فشار ډېر کړی چې خپل شرطونه بیان کړي.

"ولسونو داسې هڅې پیل کړې چې دغه ولایت د طالبانو لپاره امن سیمه اعلان او همدلته د حکومت او طالبانو د خبرو زمینه برابره کړي".

شمیم خان کټوازي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه ولسونه د زون په کچه د یوې جرګې د جوړولو هوډ هم لري دا جرګه به پکتیا د سولې ولایت په توګه اعلانوي.

"دا مشران به له حکومت او طالبانو واک اخلي چې پکتیا د سولې ځای په نوم اعلان کړي او وروسته به په نورو ولایتونو کې هم ورته کار کېږي".

د هغه په خبره، هیلې شته چې دا کار وشي: "حکومت او طالبان باید مالومه کړي چې د څه لپاره جګړه کوي".

جاني خېل ولسوالۍ کې هوکړه

ر
د عکس تشریح، شمیم کټوازی وايي، قومي مشران له طالبانو سره هم دا خبرې کوي.

بل لورته د جمعې په ورځ د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ سلګونه قومي مشرانو، ځايي خلکو او د طالبانو ځینې غړو هوکړه کړې چې دغه ولسوالۍ کې تلپاتې اوربند وشي ا یوې ډلې ته هم د جګړې اجازه ور نه کړي.

دوی حکومت ته دا ډاډ هم ورکړی چې نور به په دغه ولسوالۍ کې د حکومت ضد فعالیت نه کیږي. د پکتیا والي هم وايي، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د سولې لپاره ۱۷ ناستې شوې خو په جاني خېل ولسوالۍ کې دا ناسته دوام لري.

د پکتیا چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې ولسونه او قومونه ډیر لیوال دي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي.

کټوازي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د جرګې غړو چې دیني عالمان او قومي مشران پکې دي د حکومت او طالبانو له مشرانو سره اړیکي هم ټینګ کړي دي.

ځینې سرچینې هم وايي، چې په جاني خېل ولسوالۍ کې قومي مشرانو او خلکو د جمعې لمانځه وروسته په جرګه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړې او حکومت ته استولې ده.

ر
د عکس تشریح، د اختر اوربند کې وسلوال طالبان د پکتیا مرکز ګردېز کې.

طالبانو هم دایمي اوربند وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د ټولو ولایتونو والیانو ته لارښوونه کړې چې د سولې ټینګښت ته د ولایتو په کچه کار وکړي.

د پکتیا جاني خیلو ولسوالۍ کې هم نن جمعه سلګونه قومي مشران او یو شمیر طالبان سره راټول او حکومت ته یې په لیکلې بڼه ډاډ ور کړ چې په دغه ولسوالۍ کې به نور د حکومت ضد جګړه نه کیږي.

د جاني خیلو یوه قومي مشر صبرخان بي بي سي ته وویل، دوی خپله لیکلې ژمنه د جاني خیل ولسوال ته ورکړه چې نورو چارواکو ته یې ورسوي. طالبانو هم دې ناسته کې ګډون درلود او په دایمي اوربند یې هوکړه وکړه.

د هغه په خبره، په دې ناسته کې اووه سوه کسانو برخه درلوده، ۱۲ طالبان هم پکې و، د تړون متن مو ولسوال ته ور کړ چې والي ته یې ورسوي له دې وروسته به جاني خېلو ولسوالۍ کې سوله وي.

د جاني خېل اهمیت

ر
د عکس تشریح، تېر کال کې څو ځلې جاني خېل ولسوالۍ د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه.

جاني خېل ولسوالۍ د پکتیا یوه مهمه او ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې له ډیورنډ کرښې سره پرته او له کورمې ایجنسۍ سره پوله لري.

دا ولسوالي له خوست سره د پولې له امله هم وسلوالو طالبانو ته ارزښت لري. جاني خېل ولسوالي په تیروڅو کلونو کې درې ځله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

طالبانو تراوسه پکتیا کې د پیل شوي ولسي خوځښت او جاني خېل ولسوالۍ کې د شوې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي.

تیره ورځ په زابل ولایت کې هم یوشمیر ټیټ پوړه طالبانو د خلکو په هغې مظاهره کې برخه اخیستې وه چې د اوربند د دوام په اړه جوړه شوې وه.

له ځايي چارواکو د غني غوښتنه

ځینې ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کانفرنس له لارې والیانو ته امر کړی چې د اوربند د دوام او سولې رامنځ ته کولو لپاره له ځايي وړتیاوو کار واخلي.

ر

اشرف غني د دوشنبې په ورځ والیانو، د قول اردو قومندانانو او امنیه قومندانانو سره خبرې درلودې.

ویل کېږي اشرف غني په دې ناسته کې له ځايي چارواکو غوښتي چې له درې ورځني اوربند د تجربې په کارولو سره تر خپل واک لاندې سیمو کې د جګړې ختمولو لپاره په ځايي کچه اوربند ته چمتو اوسي.

ویل کېږي افغان حکومت غواړي که ځايي قومندانان او طالبان پر اوربند هوکړه کوي او له جګړې لاس اخلي، نو افغان ځواکونه به پر طالبانو برید نه کوي او د اړوند سیمو پراختیايي خدمتونو ته به پام کوي.

ر
د عکس تشریح، افغان ولسمشر له ولسي او پوځي چارواکو سره د ویډیو کانفرنس پر مهال.

د سولې ټینګښت ته وروسته له هغه هڅې ګړندۍ شوې چې طالبانو په اختر کې د دریو ورځو لپاره اوربند وکړ او پکې یې ګڼ شمیر غړپ ښارونو ته راغلل او له امنیتي ځواکونو سره یې اخترمبارکي وکړه.