افغان هوايي ځواکونو په تېروتنې سره لس افغان سرتېري ووژل

ر
د عکس تشریح، د افغان ځواکونو په لاس د خپلو سرتېرو وژل کمسارې پېښه بلل کېږي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې چارواکي وايي په ګرېشک ولسوالۍ کې د ملي اردو د هوايي برید په پایله کې لس افغان سرتېري وژل شوي او نهه ټپیان دي.

د هلمند والي حیات الله حیات د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل، دا پېښه د ګرېشک په ادم خان سیمه کې د یکشنبې په ورځ مازیګر شوې ده.

د ښاغلي حیات په خبره، دا پېښه د هغو عملیاتو په ترڅ کې رامنځته شوې چې له تېرې یوه اونۍ راهیسې په سیمه کې روان دي.

د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د خپلو ځواکونو وژل بې مخینې دي.

څه مهال مخکې د امریکا هوايي ځواکونو هم په هلمند ولایت کې د افغان پوځ پر پوسته برید وکړ چې له امله یې ۱۶ سرتېري ووژل شول.

په وژل شویو کې دوه قومندانان هم وو.

دا پېښه هم په ګرېشک ولسوالۍ کې هغه مهال شوې وه چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو مرسته کوله.

د رپوټونو له مخې له شپږو ورځو راهیسې افغان ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دی.

هلمند د افغانستان په سوېل کې یو ناامن ولایت دی او طالبان یې پر ځینې سیمو واکمن دي.