د ملي تلویزیون ویانده: هر څوک چې راته مهاجره ووايي زړه مې ماتېږي

د ویډیو تشریح، نوموړې وايي، مهاجرت او له هېواده وتل یې خپل انتخاب نه و بلکه "مجبوره" کړل شوې ده.
د خپرېدو وخت

د افغانستان ملي تلویزیون پخوانۍ ویانده او خبریاله خدیجه امین وايي، مهاجرت او له هېواده وتل یې خپل انتخاب نه و بلکه "مجبوره" کړل شوې ده.

نوموړې زمونږ همکارې تورپېکۍ غرنۍ ته د خپلې کډوالۍ او د هغې شېبې کیسه کړې، چې څنګه د طالبانو له خوا د خپل کاري دفتر "ملي تلویزیون" له دروازې بېرته "راګرځول" شوې او د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.