پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ د چرګانو د غوښو کاروبار اغېزمن شوی

د ویډیو تشریح، پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ د چرګانو د غوښو کاروبار اغېزمن شوی
د خپرېدو وخت

د پاکستان د چرګانو په صنعت کې زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دلیل یې د دغه هېواد د ځپل شوي اقتصاد او د بیو لوړېدل بلل شوی دی.

په دې وروستیو کلونو پاکستان کې د چرګانو د غوښو بازار ښه تود و او ډېرو خلکو له دې لارې عاید لاره.

خو اوس د فارمي چرګانو د خوړو کمښت او لوړ لګښتونه د دې لامل ګرځېدلي چې دغه فامونه وتړل شي. رحمن الله له پېښوره رپوټ لري: