"ښځه مې له لوږې مړه شوه"
د خپرېدو وخت
اټکل دا دی چې سومالیا کې به تېر کال ۴۳۰۰۰ زره کسان د وچکالۍ له کبله مړه شوي وي.
د مړینو دا لومړی رسمي شمېر د سومالیا حکومت او ملګرو ملتونو یوه تازه رپوټ کې ورکړ شوی دی.
ویل کېږي د قربانیانو سم نیم به ښايي له ۵ کلونو کم عمره ماشومان وي.
دغه رپوټ کې روان کال هم تر دې دمه د ۳۴۰۰۰ نورو کسانو د مړینې وړاندوینه شوې ده.