تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کمبودیا غلا شوې لرغونې ګاڼې لندن کې موندل شوې
د انګکوري تاج د ګاڼو یوه لویه برخه لندن کې موندل شوې. د دغو ګاڼو لرغونتوب اوومې پېړۍ ته رسېږي.
غلا شوي توکي د لرغونو اثارو د پېژندل شوي قاچاقبر داګلاس لچفورډ پورې اړه لري.
ماهرین وايي، له دې وړاندې یې هېڅ کله په دې اندازه ګاڼې نه وې لیدلې، په لیدو یې حیران شوي.
دا ګاڼې په پټه د کمبودیا پلازمېنې "پېنوم پن" ته راوړل شوي او ټاکل شوې چې، هلته د هېواد په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
لچفورډ په ۲۰۲۰ کال کې داسې حال کې مړ شو چې په امریکا کې د محاکمې په تمه و.
له مړینې وروسته یې کورنۍ ژمنه وکړه چې، غلا شوې ګاڼې به کمبودیا ته بېرته ورکړي.
له دې ژمنو سره بیا هم چارواکي باوري نه و چې په دې اندازه ګاڼې به ورسپارل کېږي.
کمبودیا کې د پلټنې ډلې مشر براد ګورډن وايي: " د لاچفورډ د کورنۍ یوه استازي زه نامالوم ځای ته بوتلم، د موټرو په پارکېنګ کې دا ګاڼې د موټر شاته په څلورو بکسونو کې ځای پرځای شوې وې. ژړا راغله او له ځانه سره مې ویل چې آه د کمبودیا د لرغوني تمدن د ګاڼو تاج ."
ترلاسه شویو اثارو کې ۷۷ د سرو زرو بېلابېلې ګانې وې چې تاج، کمربند او غوږوالۍ پکې شاملې وې.
داسې ښکاري چې یو تاج له انګکوریانو مخکې دورې دی، کارپوهان په دې باور دي چې ښايي د اوومې پېړۍ د هنرمندانو له خوا جوړ شوی وي.
دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا ګاڼې څنګه او کله غلا شوي او څنګه بېرته لندن ته راوړل شوي دي.
دا توکي د انګکور واټ د دیوالونو پر ډبرو نقاشیو ته ورته دي، دا په نړۍ کې تر ټولو لوی مذهبي یادګار دی چې په ۱۱۲۲ کې جوړ شوی چې لسیزې وروسته په یوه بودايي معبد بدل شوی دی.
د انګکور واټ د فرانسې د استعمار په دوره کې ډېر لوټ شو. د کمبودیا ډېر نور معبدونه هم په ۱۹۷۰ لسیزه کې لوټ شوي او دغه ناورین لسیزی دوام درلود.
لرغونپوه سونیترا سینګ چې کلونه یې انګکوري معبد ګاڼو ارزونه کړې وايي: " دا ګاڼې ثابتوي چې هغه څه چې نقاشیو کې و او څه چې ګنګوسې وې رښتیا دي. کامبودیا پخوا ډېره بډایه وه زه لا هم باور نه شم کولی په ځانګړي ډول دا چې دا د ګاڼو یوه ټولګه ده چې له هېواده بهر موندل شوې."