اسرائیل؛ لومړي وزیر لاپید بنیامن نتنیاهو ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ډېوډ ګریتین
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د اسرائیل لومړي وزیر یائر لاپید بنیامن نتنیاهو ته په ټولټاکنو کې د بریا له کبله مبارکي ورکړې. ښاغلی لاپید وايي، خپل سیال ته یې د نیکو هیلو څرګندولو لپاره ټیلیفون کړی او په منظمه توګه یې د واک لېږد ډاډ ورکړی.
د ټولټاکنو هغو وروستیو پایلو له مخې چې پر پنجشنبه اعلان شوې دي، د ښاغلي نتنیاهو لیکود ګوند او ښي اړخو مذهبي متحدینو یې د پارلمان له ټولټال ۱۲۰ څوکیو ۶۴ ترلاسه کړې دي.
له دې سره د پخواني لومړي وزیر لپاره بېرته واک ته د رسېدو زمینه برابره شوه، چې ۱۴ مخکې سیاسي مخالفینو سیاسي ماتې ورکړې وه.
د دې ټاکنو له پایلو سره په اسرائیل کې هغه په ټپه ولاړ حالت هم پای ته ورسېد، چې په ۲۰۱۹ کال کې پیل شو. هغه مهال ښاغلی نتنیاهو په بډو اخیستو، باور ته زیان رسولو، ټګي، برګي تورن شوی و، چې ښاغلی نتنیاهو یې ردوي.
د نوموړي محاکمه اوس هم دوام لري او د راتلونکې دوشنبې پر ورځ یې د محاکمې یو پړاو په مخکې دی.
د ټاکنو پایلو په هکله له وړاندوینو وروسته چې د ښاغلي نتنیاهو بریا پکې جووته شوه، نوموړي د لیکود ګوند پلویانو ته وویل، داسې یو حکومت به رامنځه کړي، چې د اسرائیل ټولو وګړو خدمت وکړي، ځکه په وینا یې ''هېواد زموږ ټولو شریک دی.
ښاغلي نتنیاهو په خپلو خبرو کې د مهمو سیاسي متحدینو یادونه و نه کړه، خو تمه کېږي چې دې کې به مذهبي صیهونیست شامل وي.
د ښاغلي نتنیاهو متحدینو بریا په هکله باور کېږي چې د کیڼ اړخه، مرکز پالو او اسرائیلي عربانو لپاره به د خبرداري مانا ولري، چې د ټولټال نفوس پنځمه برخه دي.
دې سره ښايي د اسرائیل او فلسطین او دغه راز د اسرائیل له لوېدیځو او عرب ګاونډیانو سره هم اړیکي خړ، پړ شي.




















