جنرال مشرف په څه ډول ناروغۍ اخته دی او ولې یې د مړینې جعلي خبر خپور شو؟

پرویز مشرف
د عکس تشریح، جنرال مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د پوځي کودتا له لارې واکمن شو.
د خپرېدو وخت

د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د مړینې جعلي خبرونه له پنجشنبې ماښام وروسته لاس په لاس کېدل، خو د جمعې پر ورځ د نوموړي کورنۍ دا خبرونه رد کړل.

د جنرال مشرف کورنۍ د جمعې پر ورځ یوه پیغام کې وویل، نوموړی له دریو اونیو راهیسې د دبۍ په یوه روغتون کې بستري دی او په یوه داسې پېچلې ناروغي اخته دی، چې ښه کېدل یې شوني نه دي.

د ښاغلي مشرف کورنۍ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''هغه پر وینټيلیټر (د مصنوعي تنفس اله) نه دی. هغه د خپلې پېچلې ناروغۍ(ایمیلوئیډوسس) له کبله له دریو اونیو راهیسې په روغتون کې بستري دی. ''

په پیغام کې ویل شوي، ''جنرال مشرف له یوه سخت پړاوه تېریږي، چې په دې وضعیت کې رغېدنه شونې نه ده، او د بدن غړي ناکاره کېږي، د هغه د ورځني ژوند اسانه کېدو لپاره دعا وکړئ. ''

ایمیلوئیډوسس یو ډول بې ساري او سخته ناروغي ده، چې پرې د اخته کسانو په بدن غړو کې غیر عادي توګه د پروټینونو تولید زیاتېږي او له همدې کبله د بدن غړو د ناکامۍ خطر زیاتېږي.

بل لور د جون پر لسم ماښام ناڅاپه د پاکستان او هند له ګڼ شمېر خواله رسنیو د جنرال مشرف د مړینې جعلي خبرونه خپاره شول او د نوموړي د کورنۍ له پیغام وروسته یو ش‍مېر وېبپاڼو او خواله رسنیو کارنو خپل رپوټونه تازه کړل، خو پر ځینو نورو لا هم دغه دروغ رپوټونه هماغسې پاتې دي.

مشرف
د عکس تشریح، یو شمېر خبري شبکو هم د پروېز مشرف د مړینې جعلي رپوټونه خپاره کړل، خو وروسته یې له خپلو پاڼو لېرې کړل.

د یادونې ده، چې جنرال مشرف ۱۹۹۹ کال کې د پوځي کودتا له لارې د هغه وخت لومړي وزیر محمد نواز شریف حکومت نسکور کړ، لومړی یې د پاکستان اجرايي مشر او بیا یې د ولسمشر په توګه تر ۲۰۰۸ کال پورې حکومت وکړ.

په ۲۰۱۶ کې نوموړي ته د سفر اجازه ورکړل شوه او له هغه راهیسې تر اوسه پورې نوموړی د متحدو عربي اماراتو په دبۍ کې مېشت دی.

جنرال مشرف ته د پاکستان یوې محکمې ۲۰۱۹ کال کې د سخت خیانت په تور د اعدام سزا ورکړه، خو وروسته د لاهور عالي محکمې هغه محاکمه غیر قانوني وبلله.