د اسټرالیا د کرېکټ پخوانی لوبغاړی "انډریو سایمنډز" ومړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د استرالیا د کرېکټ پخوانی مشهور لوبغاړې انډریو سایمنډز یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
نوموړی ۴۶ کلن و. سایمونډز د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ اسټرالیا لپاره ۲۶ ټېسټ، ۱۹۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۴ شل اوریزې لوبې کړي.
هغه د خپل وخت ښه بالر، توپوهونکی او ډګر ساتونکی و چې یو ورځنیو لوبو کې یې د ۳۹ اعشاریه ۷۵ په اوسط له ۵۰۰۰ ډېرې منډې جوړې کړې او ۱۳۳ سیال لوبغاړي سوځولي وو.
د انډریو سایمونډز په غړیتوب استرالیایۍ لوبډلې دوه ځله نړیواله اتلولي هم ګټلې ده.
د کوینزلنډ پولیسو ویلي لومړني مالومات ښيي چې د سایمونډ موټر له سړکه وتلی او اوښتی دی.
پولیسو زیاته کړې چې هغه د پېښې پر مهال موټر کې یوازې و.
د سایمونډز ښځې "لورا" رسنیو ته ویلي د خاوند مړینې سره خپلو دوو ماشومانو ته اندېښمنه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه د بریتانیا برمنګهم کې زېږدلی خو استرالیا کې رالوی شوی وو.
د یادونې ده چې تېره مارچ میاشت کې د اسټرالیا یو بل مخکینی مشهور کرېکټ لوبغاړی "شین وارن" د زړه درېدو له کبله مړ شوی و.
غبرګونونه
د انډریو سایمنډز پر مړینه د اسټرالیا پر کرېکټ بورډ سربېره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو خپګان ښودلی.
افغان الراوندر محمد نبي عیسی خېل پر خپل ټویټر لیکلي چې د انډریو سایمنډز په ناڅاپي مړینه خواشینی دی او د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
بل افغان لوبغاړی راشد خان سایمنډز افسانوي لوبغاړی بللی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1

د پوسټ X پای, 2
د اسټرالیا مخکینی ویټ ساتونکي ادم ګلکرسټ سایمنډز وفادار، مینه ناک او داسې ملګری بللی چې دده په وینا ملګرتیا کې هر کار ته ولاړ و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د هند پخواني لوبډلمشر سچن ټنډولګر پر خپل ټویټر لیکلي چې د سایمنډز د مړینې خبر ټول هېښ کړي دي.
هغه سایمنډز ښه الراونډر او پياوړی ډګر ساتونکی بللی او لیکلي یې دي چې د هند غوره لیګ کې لوبېدونکې "ممبی انډينز" لوبډله کې د ګډ وخت خواږه یادونه ترې ورپاتې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
د پاکستان شعیب اختر هم په ورته ډول له سایمنډز د ښو یادونو یادونه کړې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 5