د پاکستاني پوځ مخالف لیکوال د وژلو پلان؛ ګوهر خان مجرم وبلل شو

محمو گوہر خان
د عکس تشریح، محمد ګوهرخان ته د دې پلان عملي کولو بدل کې د ۱۰۰ زره پاونډو ورکول منل شوي و
    • Author, سکندر کرماني
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

بریتانیا محکمې د دغه هېواد یو اوسېدونکی د پیسو بدل کې د پاکستاني بلاګ لیکوال وقاص ګورایه وژنې پلان جوړلو په جرم محکوم کړی.

د لندن محکمې ته د دې محاکمې ترڅ کې ویل شوي چې بریتانوي تابعیت لرونکي محمد ګوهر خان ته پروسږ کال د هالنډ په روټردام کې د مېشت پاکستاني لیکوال وقاص ګورایه وژلو بدل کې د ۱۰۰ زره پاونډ (نژدې ۱۳۴ زره ډالر) وړاندیز شوی و.

محکمې ته وویل شول، چې محمد ګوهر خان د دې پلان په عملي کولو کې پاتې راغلې و او بریتانیا ته له ستنېدو وروسته نیول شوی.

اوس قضايي پلاوي په یوه خوله نوموړی د وژنې پلان جوړولو مجرم بللی او په راتلونکې مارچ میاشت کې به سزا ورکړل شي.

بل لور وقاص ګورایه چې پر ضد یې دا دسیسه چمتو شوې، له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دی باوري دی چې د پاکستان څارګرې ادارې په دې پلان کې لاس لري.

نوموړی ادعا کوي چې دا دسیسه په پاکستان کې دننه او بهر د هغو کسانو خولې پټولو هڅو لړۍ ده، چې د نظر اختلاف لري.

پاکستاني چارواکو بیا تر اوسه د دې قضیې په تړاو څه نه دي ویلي.

وقاص گورایہ
د عکس تشریح، پاکستانی بلاګر وقاص ګورایه هالنډ کې مېشت دی

لندن مېشتې ګوهرخان د بارچالانۍ یوه شرکت کې له دوه سوه زره پاونډه زیان وروسته په یوه ځايي مغازه کې د ډرېور دنده درلوده، چې له پاکستانه د دې 'چارې تر سره کولو ' هدف ورکړل شوی و او نوموړي په 'خوښۍ ' منلی و.

ګوهر خان وايي په پیل کې د دې چارې پر څرنګوالي نه پوهېده او له مزمل نومي یوه کس سره یې وټس اپ پیغامونو کې د کب ښکار اصطلاحات کاروولي.

مزمل د پلان اجورې په توګه ۲۰ سلنه پیسې ترلاسه کولې.

ګوهر خان په همدې پیغامونو کې له مزمل پوښتنه کوي چې ''دا د ژورو سمندورنو کب دی او که عادي (ټونا) ډوله کب دی؟ ''

په ځواب کې مزمل چې د کارتوني کرکټر پاپا سمرف ورته والي له کبله د پاپا په مستعار نامه یادیده وايي: ''ټونا کب دی، خو بریتانوی ټونا نه دی، بلکې اروپايي ټونا دی. ''

وقاص ګورایه چې د وژنې دا پلان یې چمتو کېده، پر پاکستاني پوځ او حکومت د نیوکو له کبله شهرت لري او د هالنډ په امسټردام کې مېشت دی.

گوہر خان
د عکس تشریح، پولیسو د ګوهرخان هغه تصویر ترلاسه کی چې نوموړي له یوې مغازې چاړه اخیسته

د نوموړي په هکله ویل کېږي چې ۲۰۱۷ کال کې پاکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد څارګرو ادارو کسانو تښتولی او وهلی ټکولی و.

نوموړي بي بي سي ته وویل، باوري دی چې پاکستاني چارواکي په اروپا کې د ده وژنې پلان کې لاس لري. نوموړی وايي:

''دوی پاکستان کې د جبري بې درکه شویو کسانو او یا د دوی (څارګرو ادارو) د تشدد مرکزونو په هکله د چا خبرې نه خوښوي. ''

نوموړی زیاتوي:

''دا د دوی بې زړه توب څرګندوي، دوی د خلکو له خبرو ډارېږي، د هغو خلکو له خبرو چې بې وسلې دي او یوازې قلم یا کیبورډ لري، دوی د وسله والو پرتله له دې خلکو ډارېږي. ''

د دې موضوع په هکله د بي بي سي له بیا بیا غوښتنو وروسته هم پاکستاني پوځ په دې تړاو څه نه ويلي او د پاکستان اطلاعاتو او نشراتو وزیر د دې قضیې په تړاو له څه ویلو انکار کړی.