'د چین او ایران تر منځ د ۲۵ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ سند د عملي کېدو پړاو پیل شوی'

د عکس سرچینه، Irna
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې چین ته په یوه رسمي سفر تللی، وايي، د ایران او چین تر منځ د همکاریو ۲۵ کلنې هوکړې د اجرايي یا پلي کېدو پړاو پیل شوی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال وانګ يي سره د چین په ووشي ښار کې له لیدنې وروسته دا څرګندونې کړې دي.
د پروسږ کال په مارچ کې د ایران د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تهران کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو دا اوږد مهاله سند لاسلیک کړی و.
د دې هوکړې لیک له لاسلیک وروسته پر ایران حکومت نیوکې هم وشوې، معترضینو پر ایران حکومت تور پورې کړ، چې ''پټ '' او ''د ایران د ګټو پر ضد '' تړون یې کړی او چین ته یې ''د ډېرو امتیازاتو '' ورکولو تور پور کړ.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنايي بیا د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنه کې د ایران او چین تر منځ د همکاریو دغه هوکړه، ''په بشپړه توګه سمه او له حکمته ډکه '' وبلله.

د عکس سرچینه، IRNA
نوموړي دغه راز ویلي و، هېواد به یې د بندیزونو موده کې د چین همکاري هېڅکله هېره نه کړي.
بل لور د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اوس وايي، ''هوکړه مو کړې، چې د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله ستراتيژیکو ۲۵ کلنو همکاریو هوکړې د اجرايي او عملي کېدو پیل اعلان کړو. ''
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاتوي دې لړ کې یې د چین ولسمشر لپاره د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي یو لیک هم له ځان سره وړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، هېواد یې د مالي، بانکي، کلتوري او انرژۍ سیکتور برخه کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی.





















