د فېشن اوونۍ

د ویډیو تشریح، د فېشن اوونۍ
د خپرېدو وخت

د فېشن اونۍ د دغه سکتور یوه ډیره مهمه برخه ده.. د جامو او فېشن ټول ډیزاینران پکې خپل خلاقیتونه نندارې ته وړاندې کوي. خو سږ کال به دا هر څه د کرونا وبا له امله نه تر سره کېږي. مېرمن مویمبا هم تمه درلوده چې سږ به د نیویارک د فېشن اونۍ کې خپل ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کړي. د فېشن ننداره خو ونه شوه خو دې ورته یوه بله خلاقه او په زړه پورې لار ومونده.