ورځپاڼې: امریکا له داعش سره جګړې لپاره کومانډو ځواک برابر کړی

د عکس سرچینه، AFP
امريکايي آرمي ټايمز ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې له طالبانو سره خبرې روانې دي د امريکا پوځ داسې دوه کومانډو ټولي را پېژندلي چې ټاکل شوې د داعش له پاتې شونو سره جگړې لپاره افغانستان او عراق ته ورشي.
تکزاس مېشتې لومړۍ زغروالې فرقې اعلان کړى چې دا سرتېري د دوره يي ماموريت پر بنسټ افغانستان او عراق ته ځي.
د پوځ د يوه وياند په وينا شاوخوا ٢٥٠ پوځيان به د اوړي له ختمېدا وړاندې د افغان او اېتلافي ځواکونو د ملاتړ لپاره افغانستان ته ورشي.
اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني سفير رستم شاه مومند يوه ليکنه خپره کړې چې وايي افغان جگړې د بل هر هېواد پرتله پر پاکستان ډېر ناوړه اغېز کړى.
خو سره له دې هم دوى سره د وړانديزونو داسې چوکاټ نشته چې د جگړې ختمولو لپاره ماناوالو خبرو ته لار پرانيزي او شته ټپ ولاړ حالت مات کړي.
دى وايي پاکستان بيا بيا دا وايي چې طالبان بايد تاوتريخوالى ودروي او د سولې خبرو ته راشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ليکوال وايي د نړۍ په هره برخه کې چې اورپکي يو ځل جگړه ودروي بيا ډېره سخته ده چې خپل وسلوال جگړې ته وهڅوي او داسې برېښي چې پاکستاني تگلاره جوړونکو دا هېره کړې.
گلف نيوز ورځپاڼه وايي د هند د بشري سرچينو د پراختيا نوى وزير د هغو رپوټونو له خپرېدا وروسته د خلکو تر څار لاندې راغى چې ويل يې گواکې نوموړى له داسې يوۀ نړيوال پوهنتون د ډاکټرۍ دوه سندونه لري چې نه په قانوني توگه ثبت دى او نه هم رسما" پېژندل شوى پوهنتون دى.
ورځپاڼې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ ليکلي چې د سرېلانکا د کولمبو پرانيستي نړيوال پوهنتون ٩٠ کلونو کې رامېش پوکريال ته د ادبياتو او ساينس په ډگر کې د نوموړي د لاسته راوړنو له امله د ډکتورا سندونه ورکړي. خو رپوټونه وايي د کولمبو نړيوال پرانيستى پوهنتون نه د نړيوال پوهنتون په توگه ثبت دى او نه سرېلانکا کې دننه د پوهنتون په توگه په رسميت پېژندل شوى.
پر خواله رسنيو یې له دې امله حيرانتيا څرگنده کړې چې هېواد کې د زده کړې د کچې لوړول داسې کس ته سپارل شوي چې د هغه خپل تحصيلي اسناد د پوښتنې وړ دي. د دې موضوع په تړاو لا هغه په خپله څه نه دي ويلي.
















