جاوېد: کندهار کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د خپرېدو وخت
د افغانستان ددفاع وزارت وايي، په ځینو ولایتونو کې یې ژمني عملیات پیل کړي، چې په ښه توګه روان دي.
ددغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد رسنیو ته ویلي، تېره شپه د کندهار میوند ولسوالۍ کې د دفاع وزارت پر یوه پوسته برید شوی، چې لږترلږه لسو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.