بنګړي ولې د شرم او کمزورۍ نښه بلل کېږي؟

بنګړي
د عکس تشریح، بنګړي ډېر کله د شرم او کمزورۍ نښه بلل کېږي
    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي/پښتونخواه
  • د خپرېدو وخت

پاکستان کې یو ځل بیا د ټاکنو موسم دی. مطلب د کمپاینونو، د سیاسي ګوندونو او فعالینو لخوا پر یو بل د تورونو لګولو، او د نویو ژمنو موسم را رسېدلی.

خو ځینې وخت د سیاسي ګوندونو غړي د خپل ګوند پر مشرانو هم لفظي بریدونه کوي. وروستۍ بېلګه د تېرې شنبې پر ورځ هغه وخت ولیدل شوه چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړې زرین ضیا د دې ګوند سیمه ییز مشر علي امین پر ضد خبري غونډه راوبلله.

زرین ضیا په تېر کې د مېرمنو لپاره د ځانګړې څوکۍ له لارې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې.

د شنبې ورځې په خبري غونډه کې د حیرانتیا خبره دا وه چې زرین ضیا له ځان سره بنګړي هم راوړي وو.

مېرمن ضیا بي بي سي ته وویل، دا بنګړي یې د خپل ګوند سیمه ییز مشر علي امین ته راوړي دي، ځکه هغه باید شرم وکړي.

لامل یې دا دی چې، د مېرمن ضیا په وینا، ګوند یې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندۍ د ټکټونو په برخه کې له ښځو سره توپيري چلند کړی.

بنګړي
د عکس تشریح، زرین ضیا له ځان سره خبري غونډې ته بنګړي راوړي وو

د مېرمن ضیا دا کار زموږ په ټولنه کې د یو دود شوي او منل شوي ذهنیت څرګندونه کوي.

هغه دا چې بنګړي ډېر کله د کمزورۍ او شرم نښه بلل کېږي. د بېلګې په توګه که یو څوک غواړي خپله زړورتیا ثابته کړي نو وایي، "ما خو څه بنګړي نه دي په لاس کړي".

همدا رنګه ځیني کسان د پېغور په توګه مقابل کس ته وایي، "لاړ شه په کور کېنه او بنګړي په لاس کړه".

په دې دواړو حالتونو کې استدلال دا وي چې بنګړي د بې وسۍ، ناپوهۍ یا کمزورۍ نښه ده.

خو دا ذهنیت څومره پخوانی دی؟ او ایا خبره یوازې تر بنګړیو محدوده ده، او که اصلاً دا ډول خبرې د ټولنې هغه مفکوره هم را برسېره کوي چې د ښځو په اړه یې لري؟

د ښحو له حقونو فعالان وايي، د بنګړیو په اړه د پورته یاد شوي ذهنیت تاریخ ډېر زوړ دې.

په پيښور کې د ښځو د حقونو فعاله او د "عورت فاونډېشن" مشره اغلې شبينه اياز وايي، زرګونه کاله مخکې به بنګړي دغلامۍ نښه بلل کېدل.

بنګړي
د عکس تشریح، یو وخت اروپایانو افریقا کې د بنګړیو په بدل کې غلامان رانیول

د "Guilty Bangles" په نامه پر يوه وېبپاڼه خپره شوې لیکنه کې راغلي، اوس چې کوم بنګړي کارول کېږي دا د "slave bangles" يا د غلامۍ د بنګړیو نوی ډول دی چې پخوا به افريقا کې د کرنسۍ په توګه کارول کېدل.

په لیکنه کې راغلي چې پخوا به خلک له اروپا نه افریقا ته تلل او هلته به یې د بنګړیو په بدل کې غلامان رانیول. دا دود د هالیووډ په ځینو فلمونو کې هم انځور شوی.

شبينه اياز وايي، دا زرګونه کاله پخوانی فکر اوس هم په ټولنه کې ژوندی دی، او بنګړي په لاس کول هم یوازې د ښځو شوق یا کار بلل کېږي.

مېرمن ایاز وایي، د دې ذهنیت بدلولو لپاره دوه کاره کېدلی شي. یو دا چې ښځې باید لیک لوست وکړي، ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، دعلم په ګاڼه سمبالې شي.

همدا رنګه د دندو په برخه کې هم باید د ښځو لپاره ځانګړې څوکۍ یا برخه وټاکل شي.

دویمه خبره پخپله ښځو پورې اړه لري. دوی باید دا ذهنیت له منځه یوسي چې دوی کمزورې دي، یا تر سړیو کمې دي. داسې هېڅ کار نشته چې سړي یې توان ولري او د ښځو له وسه پوره نه وي.

بنګړي
د عکس تشریح، د بنګړیو په اړه پخوانی ذهنیت اوس هم ټولنه کې ژوند دی

د پېښور پوهنتون د سياست پوهنځي پروفيسوره ډاکټر نورين نصير وایي، هغه ښځې چې د بل چا د شرمولو یا کمزوري ثابتونو لپاره هغوی ته بنګړي ور ښکاره کوي، اصلاً پخپله له ښځو سره ظلم کوي. د نوموړې وینا، دا رواج او ذهنیت پخپله د ښځو د کمزورۍ او سپکاوي سبب ګرځي.

اغلې نصیر وايي، د خپل نظر ویلو لپاره نورې مناسبې لارې چارې هم شته. ښځې کولی شي د دلایلو پر بنسټ خپل استدلال وړاندې کړي، او داسې هېڅ کار دې نه کوي چې زیان یې بېرته ښځو ته اوړي.