"په ۳ میاشتو کې ۲۳۰ تنه د نشه یي توکو کاروباریان نیول شوي"

کوکنار
د عکس تشریح، په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او کار وبار کلنی ارزښت ۶ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
د خپرېدو وخت

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۰ ټنه نشه یي او ۴۷ ټنه کیمیایي توکي نیولي دي.

د یکشنبې پر ورځ د دغه مرکز د ۱۳۹۷ کال د لومړۍ ربعې راپور خپور شو، چې ښيي د دغو پیښو په تړاو ۲۳۰ تنه نیول شوي چې ۱۳ یې میرمنې او دوه ایراني وګړي دي.

د نیول شویو نشه یي توکو کچه او په اړه یې د توقیف شویو تورنو کسانو شمېر د تېرې ربعې پرتله ډیروالي ښيي.

د دغه مرکز ویاند خالد موحد وایي، د کال په دغه برخه کې د دوی مرکز د یوې میرمنې په ګډون ۱۷۹ تنه د نشه یي توکو د کاراوبار په جرم په لنډ او اوږدمهال بند محکوم کړي هم دي.

کابل او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې په تېرو درېیو میاشتو کې تر نورو ډېر نشه یي توکي، قاچاق کوونکي او کاراوباریان یې پکې نیول شوي دي.

کوکنار
د عکس تشریح، بي بي سي په دې وروستیو کې موندلې چې سږکال په ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې په نشت حساب دي

ښاغلی موحد وایي، د دوی مرکز ته په هوایي ډګرونو کې هم ځانګړی واک ورکړل شوی چې بهرنیو هېوادونو ته د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی وکړي.

د نوموړي په خبره، په تېرو دریو میاشتو کې دوی یوازې د کابل په هوایي ډګر کې ۶۷ تنه نیولي چې په ګیډو او کالیو کې يې هند او نورو هیوادونو ته نشه يي توکي قاچاق کول.

افغانستان کې دا مهال د ټولو زندانیانو ۲۷ سلنه، چې څه باندې اته زره کسان کیږي، د نشه یي توکو د قاچاق او کاروبار په جرم نیول شوي.

سرچینې وایي چې په دغو زندانیانو کې شاوخوا ۱۵۰ تنه د لوړې کچې هغه قاچاق وړونکي دي چې د لویو شبکو مشري کوي او نیول کېدو یې په کلونو کلونو وخت نیولی دی.

له دې لاسته راوړنو سره سره نیوکه دا ده چې افغانستان کې د نشه یي توکو د ریښو وچولو ته بنسټیز کار نه دی شوی او دغه هېواد لا هم د نشه یي توکو ستر صادرونکی بلل کیږي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او کار وبار کلنی ارزښت ۶ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

بي بي سي په دې وروستیو کې موندلې چې سږکال په ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې په نشت حساب دي او بزګران د دغه کښت په بدل کې پولیسو او طالبانو ته باج ور کوي.

د قانون له مخې د یو کیلو هیروینو قاچاق وړونکي ته له لسو تر پنځلسو کلونو، د تریاکو هغه ته له درېیو تر پنځو کلونو او د همدې اندازې چرسو او نورو نشه یي توکو قاچاق وړونکي ته له یوه تر درېیو کلونو بند سزا ورکول کیږي.