کابل: د لومړي ځل لپاره د حوزو امرین د ازموینې له لارې ټاکل کېږي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي د لومړي ځل لپاره به د کابل امنیتي حوزو مشران د ازموینې او سیالۍ له لارې وټاکل شي.
د دغه وزارت چارواکي وایي، له دې کاره یې موخه د پولیسو په نظام کې اصلاحات راوستل او پر امنیتي پوستونو د مسلکي او وړ کسانو ګمارل دي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن په همدې موخه له ازموینې وړاندې ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې د حوزو د امرانو په ګومارنه کې به مسلکي چلند کوي.
- د افغانستان کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو قومندان 'په کور کېنولی'
- د کابل ښار لومړۍ حوزې امنیتي چارواکو دندې وځنډول شوې
- افغانستان: له خونړیو پېښو وروسته ولسي جرګې دفاع او کورنیو چارو وزیران ورغوښتي
- ده ووویل "د کورنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته د ګډون حق ورکړل شوی دی. موږ شرایط درلودل او دغو ګډونوالو شرایط لوستلي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي برمک ژمنه وکړه چې د ګومارنې په بهیر کې به د ګډونوالو پخوانیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته به کتنه کېږي.
په تېرو کلونو کې د کابل د امنیتي حوزو امران د شخصي اړیکو پر بنسټ او د یو شمېر سیاسي مشرانو او د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو په سپارښتنه ګومارل کېدل.
دا ادعاوې هم وې چې د یو شمېر امنیتي حوزو امریت د پیسو په بدل کې پلورل کېږي.
ځيني شنونکي په دې باور دي چې د مسلکي کسانو ټاکل به تر یوه بریده د کابل ښار امنیتي وضعیت ښه کړي او په امنیتي ځواکونو به د خلکو باور ډیر شي.













